Post by Oxus Research & Engagement Forum

448 followers

#Oxus is having an #Exclusive Interview with Dr Hamdullah Mohib the Former National Security Advisor of the #Islamic #Republic of #Afghanistan. The focus will be to find answers to the many unanswered questions regarding the fall of the republic to the #Taliban. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره ځانګړې مرکه ((د راتلونکې شنبې په ورځ د لندن په وخت د ماسپښین درې بجې او د کابل په وخت د ماښام اوه نیمې بجې د اکسوس له دې پاڼې څخه په ژوندې بڼه)) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ړنګیدو څخه ورسته به دا لومړې داسې مرکه وي چې د اکسوس څېړنیز مرکز لخوا به په تفصیلي توګه هغه پوښتنې له ډاکتر حمدالله محب څخه مطرح شي چې لاتر اوسه تر ډېره حده بې ځوابه پاتې شوي. همدارنګه په پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او هم په ډاکتر حمدالله محب ډول ډول تورنه د مختلفو اړخونو لخوا لګول کیږي چې ګویا دوې د ملت او هیواد سره ستره جفا او خیانت وکړو او حتا تر دې پورې چې د هېواد څخه د وتلو په وخت یې له ځان سره نقدې پېسې هم ویوړې. او هغه اعتماد چې ولس په دوې کړی وه دوې په کې ډېر پاتې راغلل. د جمهوريت د ړنګیدو څخه ورسته افغانستان یو ځل بیا لکه د اونې ښاښ د نړۍ له تن څخه پرې شو او د هر ډول امتیاز چې په نړې کې یې یو په رسمیت پېژندل شوې حکومت لري بې برخې شو. افغانستان او افغان ملت یو ځل بیا په دې برسېره چې نور هم د بې وزلې او غربت تر ټولې ټیټې کچې ته راپریوت اوس له نړیوال سټیج هم راوغورځید. افغانستان اوس د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه په رسمیت پیژندل کیږي او نه هېڅ ډول خپل رسمي استازیتوب او غږ لري. ددې سره سره چې افغانستان کې اوس هغه جنګونه او نا امني چې د پخواني حکومت او د طالبانو د جګړو په وجه وه هغه ختمه شوې او هېواد کې یو څه ارامي راغلې خو د راپورونو له مخې اوس هم د صحرایي محکومو له لارې وژنې دوام لري، په لکونو افغانان یو ځل بیا مهاجرت ته اړشوي، په لسګونو زره تعلیم یافته ځوانان او کدرونو افغانستان څخه ووتل او لا هم په وتو کې دي. د طالبانوراتګ سره د ښځو په تعلیم او کار، او هم د بیان د ازادۍ باندې ډېر محدودیتونه ولګول شول. طالبانو افغانستان کې یو طالب شموله حکومت جوړ کړې چې په پوره ډول انحصاري او دکتاتوري نظام ګڼل کیږي. دطالب څخه پرته د نورو اقشارو او مسلکي کدرونوڅرک د حکومت په جوړښت کې نه لیدل کیږي. طالبانو لا تر اوسه نړۍ سره یوه مشترکه د دیپلوماسۍ ژبه نه ده پیداکړې. د افغانستان د راتلونکې نظام څرنګوالې نه دې معلوم. ملي اردو چې په لسګونو زرو مسلکي افسرانو سمبال وه د طالبانو لخوا ړنګه کړی شوه. د افغانستان ملي بیرغ د طالبانو لخواښکته کړی شو ، اساسي قانون له منځه ویوړ شو . او همدارنګه انانوي لویه جرګه جوړول او هم د ټاکنو له لارې یو مشروع حکومت راوستل هغه څه دي چې طالبانو ورته هوکه نه ده کړې. د افغانستان سترو ملي پروژې لکه د اوبو بندونه او نورې مهمې پروژې چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ له احتیاج او انحصار څخه وباسي او په خپلو پښو یودروي دا ټولې ملي پروژې په ټپه ودرېدې. ددې ستر تاوانونو عاملین چې افغانستان او افغان ملت ته یې واوړول څوک دي؟ ولسمشر غني دی؟ ډاکتر حمدالله محب او ولسمشر ته نژدې نور اشخاص دي؟ امریکا ده؟ طالبان دي؟ او که دا ټول ددې ناورین مسولیت کې برخه لري؟ دا مرکه کې به داټولې پوښتنې مطرح کیږي. https://lnkd.in/genBAH3g

Post content