Post by Qudratullah Hiwadpal, PfMP, CCMP™, PMP
Strategy & Leadership Advisor | Helping Organizations Turn Strategy into Results | CEO, BARYA Consulting Services
يوازې پر ښه نيت نه ده It's Not Only Good Intentions ښه نيت د هر نیک عمل د شروع بنسټ او اساس دی، خو لدې سره مهم بحث دا هم دی چې په تاريخي لحاظ هغه ټولنې، کاروبارونه، ادارې او افراد بريالي وو چې له نيکو ارادو سره يې اړوند پوهه، ظرفیت، نظم، عمل او دوامداره زده کړه هم لرله. يعنې نړۍ پر نتايجو چليږي، نه پر ښه نيت. د اصل لامل له پيژندلو پرته ښه نيت ممکن تاواني وي په طبابت کې وايي چې له درملو وړاندې د ناروغۍ پر لامل ځان پوه کړئ، دا ښایي زموږ پر ډاکترانو صدق ونه کړي چې هر ناروغ ته يوه بوجۍ دوا ورکوي، خو په عموم کې له درملنې او حل وړاندې بايد يو څوک پوه شي، چې دا ستونزه ولې رامنځ ته شوې ده. د عامه پاليسيو بیلابيلې څيړنې ښيي چې اکثره وختونه د ښه نيت پروګرامونه د مسؤلينو او پريکړه کوونکو د ستونزې د نه پيژندلو له کبله خپل متوقع نتايج نه حاصلوي. مثلاُ - که چيرې د خوراکي توکو يا ګرانۍ د کنټرول لپاره پر خلکو بيې وتپل شي، نو ډير امکان لري چې تجاران خپل مواد بازار ته راونه باسي، د توکو کمښت رامنځ ته شي، يا مواد تور بازار ته ولاړ شي. - بهرنۍ پرمختيايي مرستې ښايي د بيوزلۍ د مخنيوي او بيوزلو سره د مرستې لپاره وغوښتل شي، خو دا د سيمه ييزو کاروبارونو پر تاوان تماميږي او په عامه توګه د اتکا او خیرات خورئ عادتونه رامنځ ته کوي. - پر اولاد ډيره څارنه او ورسره مينه د هغې مقاومت کموي، د ژوند له ننګونو سره مخامخ کيدو لپاره يې پر وخت نه تیاروي. نو ځکه، مخکې لدې چې يو څوک مرستې ته راوړاندې شي، بايد ځان پوه کړي.