Post by Qudratullah Hiwadpal, PfMP, CCMP™, PMP
Strategy & Leadership Advisor | Helping Organizations Turn Strategy into Results | CEO, BARYA Consulting Services
غلي کارکوونکي، بې خبره آمر Silent Employee, Uninformed Boss په اکثره شرکتونو/ ادارو او کاروبارونو کې د ځيرکه او پوهو خلکو يا ښه نظرونو او مفکورو کمی نه وي، خو دغه کارکوونکي پوهيږي چې غږيدا بیه لري، اما غلی کيناستنه خوندي وي، نو ځکه خپل نظر تر ځانه ساتي. له وخت تيريدو سره خلک پوهيږي، چې: - خلک يا تصميم نيوونکي غواړي يوازې هغه څه واوري چې د دوی له خوښې سره برابر وي، د بد خبر راوړنکی لومړی قرباني وي. - د نظر اختلاف د خيانت او بې وفايي پر معنا تعبيريږي - لوړ موقف او مشرئ ته درناوی له رښتيا او شواهدو ډير مهم دي - مديران يا مشران پر خپله پریکړه دريږي، نه دا چې و يې ارزوي او له اشتباهاتو يې زده کړي - کارکوونکو زړه پر نصيحتونو او د بدلون لپاره پر غږيدا شين شي، خو څوک يې خبره نه اوري - هغوی چې ستونزه په نښه کوي، له وخت سره پخپله پر ستونزه اوړي ممکن کاروبار په اوس وخت کې ارامه او نسبتاً پرمختلونکی ښکاره شي، خو دغه چوپتيا پر انديښنو، ګواښونو، اشتباهاتو، بې ځايه او ضعيفه پریکړو او له منځه تلونکي اعتبار پرده غړوي. په ادارو/ شرکتونو کې زده کړه عموماً زده کيدونکی ده. خلک چاپيریال ازمايي، موضوعاتو ته پام رااړوي، اختلاف کړي، چيرې چې ګواښ وي، هغه ته ګوته نيسي، ځوابونه لټوي. خو، د دغو اعمالو په وړاندې د مسؤلينو غبرګون دا ټاکي چې دا سلوک څنګه دی، زغمي يې، هڅوي او يا يې جزايي کوي. له څو منفی ځوابونو او غبرګونو وروسته، چوپتيا پر يو منل شوي سلوک بدليږي. چوپتيا د توافق پر معنا نه ده په ادارو کې څوک د چا نکاح نه تړي، چې چوپتيا د رضا پر معنا واخلي، په غونډه کې غلي کيناستل ممکن د ويرې، بې پروايي، اعتبار نشتوالي، لدې فکر چې له خبرو هیڅ نه جوړيږي يا شخصي منافعو له کبله وي. اکثره مشران فکر کړي چې چا يې مخالفت ونه کړ، نو البته ټول به ورسره موافق وي.